ads

د ننګرهار په چپرهار کې د پوليسو او داعشيانو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې شپږو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
29 لړم 1396
د ننګرهار په چپرهار کې د پوليسو او داعشيانو ترمنځ نښته شوې

د ننګرهار امنیتي چارواکي وایي، چپرهار ولسوالۍ کې د پولیسو او داعش وسله والو ترمنځ په نښته کې شپږو داعشيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسین مشرقیوال کلید ته وویل، چې تېره شپه د چپرهار ولسوالۍ د کارېزو په سیمه کې پولیس په ګزمه بوخت وو، چې د داعش وسله والو له کمین سره مخ شول.

نوموړی زیاتوي، په دې نښته کې څلور داعش وسله وال وژل شوي او دوه نور یې ټپیان دي.

مشرقیوال همدارنګه وایي، په ياده نښته کې پولیسو او د سیمې خلکو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA