د کابل پوهتنون يوې محصلې د استادانو د ناسم چلند له کبله ځان وژنه کړې ده.
عيني شاهدان وايي، زهره چې د زراعت پوهنځي محصله وه څلور ځله يې مونوګراف رد شوی و، تېره ورځ يې ځينې ګولۍ خوړلي وې، چې نن دوشنبه يې په روغتون کې ساه ورکړه.
دا لومړی ځل نه دی، چې محصلان دې په داسې کړنو لاس پورې کړي، تر دې وړاندې هم ځينو محصلينو په کانکور او د پوهنتون په ازموينو کې د ناکامېدو پر مهال ځان وژنې کړې دي، چې تر ډېره يې علت له محصلينو سره ناسم چلند بلل شوی.