د شبرغان- الوان دښتې او شبرغان- اندخوی د برېښنا لين د غځولو تړونونه د جمهوررئيس محمد اشرف غني په حضور او د اقتصاد عالي شورا غونډې په پای کې د افغانستان برېښنا شرکت او خصوصي کمپنيو ترمنځ لاسليک شول.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې له شبرغان څخه تر الوان دښتې پورې د ۳۰۸ کيلومترو په اوږدوالي د ۵۰۰ کيلو ولټه برېښنا مزي د غځولو تړون د افغانستان برېښنا شرکت رئيس امان الله غالب له KEC International خصوصي کمپنۍسره لاسليک کړ.
په ياده پروژه ۶۰ ميليون ډالر لګښت راځي او د ۲۰۱۸ کال په جنوري کې به يې کار پيل او په دوه نيمو کلونو کې بشپړېږي.
دغه راز له شبرغان څخه تر اندخوی پورې د ۷۰ کيلو مترو په اوږدوالي د ۲۲۰ کيلو ولټ د برېښنا لين د غځولو تړون د افغانستان برېښنا شرکت او KPTL خصوصي کمپنۍ ترمنځ لاسليک شو.
دوی وايي، د دې پروژې چارې به د نوي ميلادي کال په لومړيو کې پيل او تر دوه کالو پورې به بشپړې شي.
د دې دواړو تړونونو مجموعي لګښت ۷۵ ميليون امريکايي ډالره دی، چې د اسيا پراختيايي بانک له لوري ورکول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ