ads

د جرمونو د نړيوالې محکمې مشرې افغانستان کې د امريکايي نظامي ځواکونو د جنګي جرمونو په اړه د څېړنې غوښتنه کړې

د جرمونو د نړيوالې محکمې (ICC) مشرې څارنوالې اعلان وکړ، چې څېړنې ښيي امريکايي نظامي ځواکونو او سي ای اې په افغانستان کې په جګړه کې جنګي جرمونه کړي او همدارنګه يې له خلکو سره د بشريت خلاف کړنې ترسره کړې دي.

نویسنده: sarwan
29 لړم 1396

هافینگټون پوست ورځپاڼې، د جرمونو د نړيوالې محکمې د مشرې څارنوالې فاتو بينسودا له قوله ويلي، چې د دوی په لومړنيو څېړنو کې دا په ډاګه شوې، چې امريکايي ځواکونو او سي ای اې په افغانستان کې په خپلو پټڼځايونو کې په ځانګړې توګه د ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۰۴ کاله پورې جنګي جرمونه، شکنجه او نورې بدرفتارۍ ترسره کړي، چې دا جرمونه په ځينو مواردو کې تر ۲۰۱۴ کاله پورې هم رسېږي.
دې ورځپاڼې په خپله وېبپانه کې ليکلي، چې د نومبر په درېيمه ( له محکمې وړاندې اتاق) په نوم محکمې کې د جنګي جرمونو د نړيوالې محکمې مشرې څارنوالې وويل، چې په افغانستان کې د جنګي جرمونو د څېړنې په موخه منطقي دلايل شته، چې په دې هېواد کې جنګي جرمونه ترسره شوي او بايد وڅېړل شي.
د جنګي جرمونو د نړيوالې محکمې مشرې څارنوالې فاتو بينسودا وايي، د دوی تحقيقات به پر هغو جنګي جرمونو متمرکز وي، چې د ۲۰۰۳ کال له مې مياشتې را وروسته د افغانستان په خاوره کې شوي دي.
د نوموړې په وينا، د دې دفتر به د هغو ادعاوو پر بنسټ، چې خلک يې په وسله والو نښتو کې پر ښکېلو اړخونو کوي، د خپل ماموريت او امکاناتو په چوکاټ کې ګامونه اوچت کړي.
هغه زياتوي، که اجازه ورکړای شوه، دفتر به يې په خپلواک، بې پرې او دقيق ډول د محکمې له مقرراتو سره سم د ادعا شوو جرمونو په اړه تحقيقات وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA