ځايي چارواکي وايي، د هرات ښار د حلقوي سړک د نښلولو لپاره پر هريرود سيند لوی پل جوړېږي.
د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد کليد ته وويل، د هرات ښار د حلقوي سړک د لومړۍ مرحلې چارې، چې ۲۰ کيلو مټره اوږدوالی لري، مخکې پيل شوې وې او د دويمې مرحلې کار يې هم شپږ مياشتې وړاندې پيل شوی دی.
د فرهاد په وينا، پر هريرود سيند د پل جوړول د همدې پروژې يوه برخه ده، چې د پل د لاندې برخې د جوړولو چارې ۶۰ فيصده بشپړې شوې دي.
د والي وياند زياته کړه، ياد حقلوي سړک ۴۵ کيلو مټره اوږدوالی لري، چې د ۲۵ ميليونه ډالرو په لګښت جوړېږي.
د يادولو ده، چې د دغه حلقوي سړک په رغېدو به په هرات ښار کې د ټرافيکو ستونزې کمې او د دولت بوديجې ته تلونكي عوايد زيات شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ