د هلمند ولايتي چارواكي وايي، افغان ځواكونو تېره شپه د دې ولايت په نوزاد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو پر يو زندان چاپه وهلې، چې د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ په ترڅ کې يې ۲۷ تنه راخوشې شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک کليد ته وويل، تراوسه دا معلومه نه ده، چې د طالبانو په دغه زندان كې کوم کسان بنديان وو.
وسله والو طالبانو هم په نوزاد ولسوالۍ د زندان د ماتېدلو پخلى کړى دى.
طالب وياند قاري يوسف احمدي ويلي، په دغه محبس کې ۴۱ تنه جنايي بنديان موجود وو، چې افغان ځواکونو له ځانه سره وړي دي.
د هغه په وينا، په زندان كې سرتېري موجود نه وو، د امنيت لپاره يې د پام وړ تدابير نه وو نيول شوي او عامو خلکو هم ورته تګ راتګ کولاى شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ