ads

ننګرهار کې لومړي ځل لپاره د نابینایانو د کرکټ لوبې ترسره شوې

د هیواد په کچه د لومړي ځل لپاره د نابینایانو کرکټ لوبغاړو په جلال اباد ښار کې د کرکټ شپږ اوریزو لوبو ټورنمنټ ترسره کړ.
دغه لوبې په ختیځ کې د نابینایانو د ټولنې او سویډن کمیټې له لوري برابرې شوې وې، چې د ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه په کې لسګونه نابینا لوبغاړو ګډون کړی وو.

نویسنده: sarwan
28 لړم 1396
ننګرهار کې لومړي ځل لپاره د نابینایانو د کرکټ لوبې ترسره شوې

د هیواد په کچه د لومړي ځل لپاره د نابینایانو کرکټ لوبغاړو په جلال اباد ښار کې د کرکټ شپږ اوریزو لوبو ټورنمنټ ترسره کړ.
دغه لوبې په ختیځ کې د نابینایانو د ټولنې او سویډن کمیټې له لوري برابرې شوې وې، چې د ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه په کې لسګونه نابینا لوبغاړو ګډون کړی وو.
په افغانستان کې د سویډن کمټې د سپورټ د برخې مسوول شاه خسرو وویل، چې د لومړي ځل لپاره یې د ټول هېواد په کچه د ننګرهار، کونړ او بلخ ولایتونو څخه د نابینایانو درېیو لوبډلو ته په دغه ټورنمنټ کې برخه ورکړې، چې پای لوبه یې کونړ لوبډلې له ننګرهار څخه وګټله.
هغه وایي، دغه لوبې له بینا لوبغاړو سره په ستر توپیر کېږي، چې ځانګړې غږیزې الې، کم اورونه او بونډرۍ یې هم په کم مساحت کې وي.: (( د نابینایانو کرکټ له بینا لوبغاړو سره ستر توپیر لري او موږه په دغې لوبې سره دوی ته توپ هم زنګ داره جوړ کړی، چې دوی ته د ځمکي په سر توپ اچونه کېږي، د دوی بونډرۍ هم نږدې دي.))
په ختیځ کې د سویډن کمیټي د معلولینو د برخې مسوول فرید الله مشفق وایي، چې له دغه ډول سیالیو ترسره کولو یې موخه د معلولینو له حقونو د ټولنې خبرول او دوی په خپله ځان باوري کول دي.
د مشفق په وينا، د نابینا لوبغاړي لپاره توپ وهنه د ځمکې په سر د توپ په ګوزاره ولو پیلېږي.
هغه وایي، هڅې یې پیل کړي، چې په نږدې را تلونکي کې له کرکټ بورډ سره ددغو لوبو د لا پیاوړتیا په موخه اوږد مهاله همکاري پیل کړي.
د نابیانایانود ټولنې مشر فضل غني بشر دوست وویل، چې د یو شمېر مرستندویه ادارو په مرسته یې له دغه ډول لوبو څخه موخه د معلولو نابینا وګړو حقوق پېژندنې سربېره ټولنه کې د معلولینو په اړه د خلکو د ناسمو فکرونو اصلاح ده.
له بلخ، کونړ اوننګرهار ولایتونو څخه په دغو لوبو کې یو شمېر نابینا لوبېدونکو لوبغاړو له کلید سره په خبرو کې خوښي وښوده، چې دوی لپاره دغه ډول لوبې برابرېږي.
نابینایان وایي، د کرکټ لوبو ترسره کېدلو سربېره د ټولنې په ګڼو کارونو کې له بینا وګړو سره کار کولای شي.: (( زما نوم ظفرخان ساپی دی کونړ نه راغلی یم، بېټنګ هم کولای شم او بالنګ هم. موږه ټولنې ته دا وایو چې موږه ناتوانه نه یو بینا وګړو سره هر ډول مرسته کولای شو.))
د یادونې وړ ده، چې په هېواد کې دا لومړی ځل دی چې په ننګرهار کې د نابینا وګړو لپاره د کرکټ لوبو تورنمنټ جوړېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA