په چين کې د ۲۰۱۷م کال د نړۍ د ښکلا ملکې سيالي د هند ۲۰ کلنې منوشي چيلر وګټله.
په دې سيالۍ کې د مکسيکو ښکلې نجلۍ دويم او د بريتانيا ښکلې نجلۍ درېيم ځاى خپل كړ.
په چين کې د شنبې په ورځ د نړۍ د ښکلا ملکې سيالۍ کې له ۱۰۰ د زياتو هېوادونو ښکلو پېغلو ګډون کړى و.
د پيورټو ريکو اوسېدونکې، چې په ۲۰۱۶ کال كې يې دا سيالي ګټلې وه، هندۍ منوشي چيلر ته تاج ور په سر کړ.
په چين کې دا مراسم لسګونو ميليونو خلکو په ژوندۍ بڼه وليدل.
منوشي چيلر د ۱۹۹۷ ميلادي کال د مې مياشتې په ۱۴مه نېټه په نوي ډيلي کې زېږېدلې او له دې مخکې يې د خپل هېواد په هريانه کې هم د هند د ښکلا ملکې نوم ګټلى و.
د هند وتلې هنرمندې پرينکا چوپړا د خپل هېواد لپاره په وروستي ځل په ۲۰۰۰م کال كې دا وياړ خپل كړى و.
له هغې ۱۷ کاله وروسته منوشي چيلر شپږمه هندۍ ده، چې د نړۍ د ښکلا ملکه ټاكل كېږي.