ads

پاريس كې ۲۶ ګرجستاني جنايتکاران نيول شوي

د ګرجستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د دې هېواد ۲۶ تنه اوسېدونكي د غلا، له خلكو په زور د پيسو اخيستلو او د يوې جنايتكارې ډلې د غړيتوب په تور نيول شوي دي.

نویسنده: sarwan
27 لړم 1396
پاريس كې ۲۶ ګرجستاني جنايتکاران نيول شوي

د ګرجستان د كورنيو چارو وزارت وايي، چې د دې هېواد ۲۶ تنه اوسېدونكي د غلا، له خلكو په زور د پيسو اخيستلو او د يوې جنايتكارې ډلې د غړيتوب په تور نيول شوي دي.
دغه وزارت د جمعې په ورځ په يوه خبرپاڼه كې وويل، يادو كسانو د يوې جنايتكارې ډلې، چې په فرانسه كې فعاليت كوي، غړيتوب درلود.
د ګرجستان د كورنيو چارو وزارت په وينا، دا كسان په پاريس كې د فرانسوي پوليسو د عملياتو په ترڅ كې نيول شوي دي.
چارواكي وايي، په نيول شوو كسانو كې شپږ ښځې هم شاملې دي.
دوى زياتوي، له دغو كسانو څخه زياتې نغدې پيسې، وسلې، جعلي اسناد او غلا شوي وسايط ترلاسه شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA