ads

غني: د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بېلانس دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بيلانس دى.
نوموړي دا خبره نن د “تلپاتې ښارونو په لور” تر سرليک لاندې څلورم ملي ښاري کنفرانس كې وكړه.

نویسنده: sarwan
27 لړم 1396
غني: د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بېلانس دی

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، چې د افغانستان راتلونكې ته تر ټولو لوى خطر د وارداتو بيلانس دى.
نوموړي دا خبره نن د “تلپاتې ښارونو په لور” تر سرليک لاندې څلورم ملي ښاري کنفرانس كې وكړه.
هغه زياته كړه، افغانستان هر كال له دوو ميلياردو د زياتو ډالرو په اندازه خوراكي توكي او له يو ميليارد څخه د زياتو ډالرو په لګښت ساختماني او نور توكي واردوي.
د جمهور رئيس غني په وينا، دا اړتيا نشته، چې ياد توكي له بهره وارد شي.
دى وايي، افغان پانګه والو ته يې اسانتياوې رامنځته كړي او په هرې ملي پروژې كې ورته لومړيتوب وركوي.
د هېواد جمهور رئيس همدارنګه وويل، هغه تضاد، چې د خصوصي سکټور او دولت ترمنځ موجود و، اوس نشته.
د يادونې وړ ده، چې د څلورم ملي ښاري کنفرانس پرانيستونکې غونډه په ارګ کې جوړه شوه او دغه كنفرانس به د درېيو ورځو لپاره د كابل په پل تخنيك پوهنتون كې دوام ولري.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA