د غزني په اب بند ولسوالۍ كې تېره ورځ د امنيتي ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غزني ولايت د امنيه قوماندانۍ د رسنيو له دفتره كليد ته په رالېږل شوې خبرپاڼه كې ويل شوي، چې د نښتې په ترڅ كې د سيار او ريحان په نومونو د دوو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون شپږ طالبان وژل شوي او شاوخوا ۱۵ تنه نور ټپيان دي.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، چې د جګړې په مهال د پاڅون كوونكو يو سرتېرى هم وژل شوى او بل برسېرن ټپي دى.
د سرچينې په خبره، د نښتې په وخت د طالبانو دوه عرادې موټر سايکلونه، دوه ميله کلاشينکوفونه، يو ميل راکټ انداز او ګڼ شمېر نورې وسلې د امنيتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.