ads

د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې پوځي عمليات پيل شول

افغان ګډو ځواکونو نن سهار پنځه بجې د هلمند په مارجې ولسوالۍ كې د ميوند (۰۸) په نوم تصفيوي عمليات پيل كړل.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغو عملياتو په ترڅ كې تر دې دمه له دوراهي سيمې د ولسوالۍ په لور شاوخوا درې کيلو مټره پرمختګ شوی او امنيتي ځواکونه لا هم د مخته تګ په حال كې دي.

نویسنده: sarwan
27 لړم 1396

سرچينه وايي، په دې عملياتو کې هوايي ځواک هم بشپړ ملاتړ کوي او تراوسه دښمن د پام وړ مقاومت نه دی ښودلی.
په خبرپاڼه كې زياته شوې، افغان ځواکونه په ډېر احتياط سره په مخ روان دي او تر دې مهاله شاوخوا ۱۵ کړۍ بېلابېل ډوله ماينونه کشف او له منځه وړل شوي دي.
د سرچينې په وينا، د ميوند (۰۸) پوځي عملياتو په ترڅ كې به د مارجې ولسوالۍ لويې لارې خلاصېدو ترڅنګ شاوخوا سيمې د مخالفينو له شتونه پاکې او ياده ولسوالي به په امن بدله شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو غبرګون نه دى ښودلى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA