ads

د غور ۲ پوليس او د ټولګټو چارو رياست يو كار كوونكی له طالبانو خوشې شول

د ميدان وردګ پوليسو د غور دوه پوليس او د ټولګټو چارو وزارت يو كار كوونكى، چې د وسله والو طالبانو لخوا تښتول شوي وو، د تښتوونكو له منګولو وژغورل.

نویسنده: sarwan
27 لړم 1396
د غور ۲ پوليس او د ټولګټو چارو رياست يو كار كوونكی له طالبانو خوشې شول

د ميدان وردګ پوليسو د غور دوه پوليس او د ټولګټو چارو وزارت يو كار كوونكى، چې د وسله والو طالبانو لخوا تښتول شوي وو، د تښتوونكو له منګولو وژغورل.
د ميدان وردګ د امنيه قوماندانۍ وياند نقيب اميني تښتول شوي پوليس د عطاګل او نصرالله په نومونو يادوي او د ټولګټو چارو وزارت د كار كوونكي نوم نثار احمد ښيي.
د اميني په وينا، دغه كسان د ميدانښار – جلرېز پر لويه لاره هغه مهال وتښتول شول، چې كابل ته روان وو.
نوموړى وايي، طالبانو غوښتل ياد كسان د صحرايي محكمې له مخې ووژني، خو د ميدان وردګ د پوليسو له لوري د نښتې په مهال خوشې كړاى شول.
د اميني په خبره، په نښته كې يو طالب وسله وال وژل شوى او دوه تنه نور ټپيان دي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA