ads

د افغانستان او پاكستان ۱۹ کلن ځوانان سبا ته د اسيايي جام سياليو پايلوبه ترسره كوي

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام د يو ورځنيو سياليو پايلوبه سبا په ماليزيا كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ ترسره كېږي.

نویسنده: sarwan
27 لړم 1396
د افغانستان او پاكستان ۱۹ کلن ځوانان سبا ته د اسيايي جام سياليو پايلوبه ترسره كوي

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام د يو ورځنيو سياليو پايلوبه سبا په ماليزيا كې د افغانستان او پاكستان ترمنځ ترسره كېږي.
د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې تېره ورځ په دويمه نيمه پايلوبه كې د نيپال لوبډلې ته ستره ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته.
تر دې مخكې وړمه ورځ د پاكستان لوبډلې د بنګله دېش لوبډلې ته په لومړۍ نيمه پايلوبه كې په دوو منډو ماتې وركړه او پايلوبې ته يې ځان ورساوه.
دا لومړل ځل دی، چې افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته لار پيدا کوي، خو تر دې وړاندې يې درې ځله نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA