ads

دوستم له اردوغان سره د افغانستان د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت خبرې کړي

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ په انقره كې د افغانستان د جمهور رئيس له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره وليدل.

نویسنده: sarwan
27 لړم 1396
دوستم له اردوغان سره د افغانستان د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت خبرې کړي

د ترکيې جمهور رئيس رجب طيب اردوغان د جمعې په ورځ په انقره كې د افغانستان د جمهور رئيس له لومړي مرستيال جنرال عبدالرشيد دوستم سره وليدل.
د ترکيې د رسمي خبري اژانس انادولو د راپور له مخې، د دواړو خواوو کتنه له رسنيو پټه وساتل شوه او د خبرو جزيات يې هم څرګند نه شول.
خو د جمهوري رياست د لومړي مرستيال د دفتر په خبرپاڼه كې راغلي، چې د دغې شاوخوا يو نيم ساعته ليدنې په مهال جنرال دوستم او اردوغان د افغانستان په ځانګړې توګه د دې هېواد د شمالي ولايتونو پر امنيتي وضعيت او په تركيه كې د مېشتو افغان كډوالو د ستونزو پر حل خبرې وكړې.
دوستم د سږ کال د مې له مياشتې راهيسې په ترکيه کې اوسي.
که څه هم ده نه دي ويلي، چې تبعيد دى، خو ويل کېږي د جوزجان د پخواني والي احمد ايشچي د قضيې له کبله افغانستان ته بېرته نه شي راګرځېداى.
د روانې نومبر مياشتې په پيل کې د کابل يوې ابتدائيه محکمې د جنرال دوستم اووه ساتونکي د ايشچي د قضيې په تړاو هر يو په پنځه کاله بند محکوم کړل او داسې وويل شول، چې د محکمې دا پرېکړه به هېواد ته د جنرال دوستم د بېرته راتلو لار هواره کړي.
خو ايشچي د محکمې په پرېکړه راضي نه دى او وايي، جنرال دوستم، چې اصلي مجرم دى، بايد سزا وويني.
د جمهور رئيس لومړي مرستيال بيا پرې لګېدلي تورونه رد کړي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA