د کونړ ولایتي چارواکي وایي، ددغه ولایت د استیناف څارنوالۍ اجرایيه مدیر نن سهار د داعش وسله والو له لوري وژل شوی دی.
د دې ولايت د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان کليد ته وویل، دا پېښه د څوکۍ ولسوالۍ په چمبېل سیمه کې رامنځته شوې ده.
هغه زياتوي، د استیناف څارنوالۍ اجرايیه مدیر ګل شیرین، هغه مهال ووژل شو، چې کله له خپله کوره د دندې پر لور روان و.
د دهقان په وينا، ګل شيرين داعش وسله والو لومړی تښتولی او له هغې وروسته یې وژلی دی.
دی دغه راز وايي، د نيول شوي دولتي مامور د ژغورنې په هدف قومي مشران سيمې ته ورغلي وو، خو داعشيانو د دوی له ډلې يو بل وګړی هم له نیولو وروسته وژلی دی.
داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.