ads

پکتيا کې د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولين وايي، امنيتي ځواکونو د ګردېز ښار په چوڼۍ سيمه کې د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې د موټربم چاودنې مخه نيولې ده.

نویسنده: sarwan
26 لړم 1396
پکتيا کې د موټربم چاودنې مخنيوى وشو

د پکتيا ولايتي ادارې مسوولين وايي، امنيتي ځواکونو د ګردېز ښار په چوڼۍ سيمه کې د ځانګړو عملياتو په نتيجه کې د موټربم چاودنې مخه نيولې ده.
د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت نن کليد ته وويل، تېره شپه ناوخته د کشفي معلوماتو پر بنسټ ګډو افغان ځواکونو د والي شميم خان کټوازي تر مشرۍ لاندې په ياده سيمه كې عمليات وکړل، چې په ترڅ كې يې له چاودېدونکو توکو ډک رېنجر موټر له منځه يوړل شو.
هغه زياته كړه: “تېره شپه ناوخته د پکتيا والي تر مشرۍ لاندې د ملي امنيت درئيس او امنيت امر په ګډون د افغان ګډو ځواکونو لخوا د ګردېز ښار اړوند د چوڼۍ په سيمه کې عمليات وشول، چې په پايله كې يې له چاودېدونکو توکو ډک رېنجر موټر له منځه يوړل شو، په دې سره د وسله والو مخالفينو د ستر خونړي بريد مخنيوى وشو، چې غوښتل يې په ګردېز ښار کې يې ترسره کړي.”
د حسرت په وينا، د له منځه وړل شوي موټر بم په تړاو څوک نه دي نيول شوي او سيمې ته د افغان ځواکونو په رسېدو وسله وال مخالفين تښتېدلي دي.
د دولت وسله والو مخالفينو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA