ads

ملګرو ملتونو د كابل پرونۍ پېښه وغندله

ملګرو ملتونو د كابل پرونۍ تروريستي پېښه په کلکه غندلې ده.
د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې په لب جر سيمه کې پرون له غرمې وروسته ځانمرګي بريد شاوخوا ۳۰ پوليسو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.

نویسنده: sarwan
26 لړم 1396
ملګرو ملتونو د كابل پرونۍ پېښه وغندله

ملګرو ملتونو د كابل پرونۍ تروريستي پېښه په کلکه غندلې ده.
د کابل ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند د خيرخانې په لب جر سيمه کې پرون له غرمې وروسته ځانمرګي بريد شاوخوا ۳۰ پوليسو او ملكي وګړو ته مرګ ژوبله واړوله.
عيني شاهدان وايي، پېښه هغه مهال رامنځته شوه، چې په قصر نوين هوټل کې د بلخ د والي عطاء محمد نور يو شمېر پلويان راټول شوي وو.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تاداميچي ياماموتو دغه بريد تروريستي عمل او له نړيوالو قوانينو جدي سرغړونه بللې ده.
ياماموتو وايي، دا ډول بريدونه د منلو وړ نه دي او ټينګار کوي، په داسې حال کې، چې افغانان سولې ته تږي دي او افغانستان له ګڼ شمېر ستونزو سره مخ دى، دارنګه بريدونه هېڅ راز توجېه نه لري.
په کابل کې د ملګرو ملتونو مرستندويه دفتر يوناما د جګړې له ټولو ښکېلو اړخونو غوښتي، چې د ملکي وګړو د خونديتوب په برخه کې له نړيوالو بشري قوانينو سره سم پر خپلو ژمنو ودرېږي.
د پېښې مسووليت داعش ډلې منلى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA