ads

حامد كرزي پر كونړ د پاكستان بريدونه وغندل

پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستاني پوځيانو لخوا پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او پر پاکستان يې غږ كړى، چې ژر تر ژره دغه بريدونه ودروي.

نویسنده: sarwan
26 لړم 1396
حامد كرزي پر كونړ د پاكستان بريدونه وغندل

پخواني جمهور رئيس حامد کرزي د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ کرښې له هغې غاړې د پاکستاني پوځيانو لخوا پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه په کلکو ټکو غندلي او پر پاکستان يې غږ كړى، چې ژر تر ژره دغه بريدونه ودروي.
د حامد كرزي له دفتره خپره شوې خبرپاڼه كې د نوموړي له قوله راغلي، کوم حالات چې د امريکا د حضور او چلند له وجې پر افغاستان تحميل شوي، د افغانانو كمزوري نه ده، بلکې تاريخ ښودلې، چې په دغه شان حالاتو کې د افغانستان د خلکو ملي اراده او احساسات تر بل هر وخت بيدار او حساس وي.
د هغه په وينا، پاکستان او نور بهرنيان بايد په دې پوه شي، چې افغانانو تل د خپل هېواد ساتنه کړې او په وار وار د پرديو له لوري ورته جوړو شوو سختو او کړکېچنو حالاتو څخه بريالي راوتلي دي.
حامد کرزي د پاکستان له حکومته غوښتي، چې راتلونكې په پام كې ونيسي، له افغانانو سره د يوه ورور او دوست ملت په توګه باعزته چلند وکړي او له افغانستان او هغو هېوادونو سره، چې په سيمه کې سوله او ثبات غواړي، صادقانه همکاري وکړي.
له تېرو څو ورځو راهيسې يو ځل بيا پاکستاني ځواكونه پر كونړ ولايت توغندويي بريدونه كوي او د ملي دفاع وزارت د وياند په خبره، سرحدي ځواکونو ته ويل شوي، چې امر ته دې نه په تمه کېږي او هغو بريدونو ته دې ځواب وركړي، چې د ډيورنډ فرضي کرښې له هغې غاړې کېږي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA