ads

افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته ووت

د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام په يو ورځنيو سياليو كې، چې په ماليزيا کې ترسره کېږي، د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې نن په دويمه نيمه پايلوبه كې د نيپال لوبډلې ته ستره ماتې وركړه او پايلوبې ته ووته.

نویسنده: sarwan
26 لړم 1396

د لوبې پچه افغان لوبډلې وګټله او نيپاليانو ته يې د توپ وهنې بلنه وركړه.
د نيپال لوبډلې په ۲۸ اورونو كې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو افغان لوبډلې ته ۱۰۴ منډې هدف وټاكه، خو د افغانستان د ۱۹ كلنو ځوانانو د كركټ ملي لوبډلې دغه په هدف په ۲۰ اعشاريه ۳ اورونو كې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو پوره كړ او پايلوبې ته يې لاره ومونده.
مجيب ځدراڼ، چې د نيپال لوبډلې ۶ لوبغاړي يې سوځولې وو، د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو.
افغانستان به د راتلونكې يكشنبې په ورځ په پايلوبه كې له پاكستان سره مخ شي.
دا لومړل ځل دی، چې افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د كركټ د اسيايي جام سياليو پايلوبې ته لار پيدا کوي، خو تر دې وړاندې يې درې ځله نيمه پايلوبې ته لار پيدا کړې وه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA