ads

د کابل امنيې قومندانۍ: ننني ځانمرګي بريد کې ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

د کابل ښار څلورمې امنيتي حوزې اړوند د خير خانې په لب جر سيمه کې د چاودنې له کبله ۱۹ تنو ته مرګ ژوبله واوښته.
دا چاودنه د قصر نوين د ودونو تالار د ورودي دروازې سره هغه ځای کې شوې، چې د بلخ د والي د عطا محمد نور د پلويانو يوه غونډه وه.

نویسنده: sarwan
25 لړم 1396

د کابل د امنيې قومندانۍ وياند بصير مجاهد کليد ته وويل، په دې چاودنه کې د دې حوزې د ټولي د قومندان په ګډون اووه پوليس او دوه تنه عام وګړي وژل شوي دي.
مجاهد زياته کړه، دا چاودنه د ځانمرګي بريد په پايله کې رامنځته شوې ده، چې په کې اووه پوليس او درې تنه عام وګړي ټپيان شوي هم دي.
خو په ورته وخت کې بيا د عامې روغتيا وزارت وياند محمد اسماعيل كاووسي وايي، چې د پېښې له ځايه ۱۶ تنه ټپيان او ۶ تنه مړي روغتونونو ته وړل شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخيستی.
بل پلو وسله والو طالبانو هم د بريد د پړې په اړه ويلي، چې دا بريد دوی نه دی کړی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA