ads

۱۳ ولایتونو ته برېښنا ورکول کېږي

د افغانستان برېښــنا شــرکت وايـي، ټاکل شوې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا ســره د افغانسـتــان د مرکزي، جنـوب او جنـوب ختـیـځ زون ۱۳ ولایتـونـه وصل شي. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دا د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې يوه برخه ده چې له کابل تر کندهاره پورې او له کابل تر خوست ولایت پورې غځېږي. وروسته به د کندهار له لارې يوه اندازه برېښنا پاکستان ته هم لېږدول کېږي.

نویسنده: sarwan
24 لړم 1396
۱۳ ولایتونو ته برېښنا ورکول کېږي

د افغانستان برېښــنا شــرکت وايـي، ټاکل شوې د ترکمنستان له وارداتي برېښنا ســره د افغانسـتــان د مرکزي، جنـوب او جنـوب ختـیـځ زون ۱۳ ولایتـونـه وصل شي. د افغانستان برېښنا شرکت وايي، دا د ترکمنستان د ۵۰۰ کیلو ولټه برېښنا د پروژې يوه برخه ده چې له کابل تر کندهاره پورې او له کابل تر خوست ولایت پورې غځېږي. وروسته به د کندهار له لارې يوه اندازه برېښنا پاکستان ته هم لېږدول کېږي.
د برېښنا شركت چارواكي وايي، له کابل تر كندهاره د برېښنا ۲۲۰ كيلو ولټه مزی د تركمنستان هېواد د ۵۰۰ كيلو ولټه برېښنا د انتقال د پروژې يوه برخه ده.
اوسمهال په دې پروژې كې لومړيتوب د هېواد جنوبي او جنوب ختيځو ولايتونو ته چې د برېښنا له انرژي نه بې برخې دي وركړل شوی. د تركمنستان له ۵۰۰ كيلو ولټه وارداتي برېښنا به د ۲۲۰ كيلو ولټه برېښنا مزي په غځولو سره د وردګ، غزني، زابل او کندهار ولايتونو اوسېدونكي د برېښنا له انرژۍ څخه برخمن شي.
برېښنا رياست وايي، د تركمنستان څخه د برېښنا د غځول شوي لين په نښلولو سره به د غزني او ميدان وردګو ولايتونو لسګونو زره كورنۍ د برېـښنا له انرژۍ نه برخمنې شي او په مجموعي ډول د لارې په اوږدو كې به د ميدان وردګو، غزني ، زابل او كندهار په ولايتونو كې له ۴۰۰ زرو زياتو كورنيو ته برېښنا ورسېږي.
د تركمنستان هېواد نه د برېښنا د غځولو پروژه د ستراتيژيك پلان پر بنسټ درې كاله د مخه پيل شوې وه او نږدې ۶۵ فيصده كار يې پرمخ تللی. ټاكل شوې د دې پروژې چارې د ۲۰۱۸ كال په پای يا ۲۰۱۹ كال په پيل كې بشپړې شي چې په نښلولو سره به يې ۱۳ ولايتونه او دوه اعشاريه درې ميليونه كورنيو ته برېښنا ورسېږي.
د برېښنا شركت وياند وحيد الله توحيدي وايي، د دې پروژې دويمه برخه له غزني ولايت تر كندهاره پورې چې ۳۵۰ كيلو متره ده، ۲۲۰ كيلو ولټه برېښنا د امريكا متحده ايالاتو د نړيوالې پراختيايي ادارې په مالي مرسته وغځول شي چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به ۵ سب سټېشنه په قره باغ، شاه جوی، مقر، قلات او د كندهار په ختيځه برخه كې جوړ شي.
توحيدي زياتوي، هغه ۱۰۰۰ كيلو ولټه برېښنا چې له تركمنستان نه راځي د كابل ښار په چمتله دښته كې ورته دوه سب سټېشنه جوړ شوي چې لينونه يې ۵۰۰ او ۲۲۰ كيلو ولټه دي.
نوموړی وايي، د ۲۲۰ كيلو ولټه لين له برېښنا د لوګر، پكتيا، پكتيكا، خوست او كابل ولايتونه برخمن كېږي او له ۵۰۰ كيلو ولټه سب ستيشن نه يو ۲۲۰ كيلو ولټه لين د ميدان وردك، غزني، زابل او كندهار ولايتونو اوسېدونكو ته برېښنا رسوي او پاتې يې پاکستان ته لېږدول کېږي.
توحيدي زياتوي، كه څه هم څه موده د مخه په دې بريالي شول چې په امتحاني ډول غزني ولايت ته وارداتي برېښنا وصل کړي او د غزني ولايت خلكو ۵ ورځې له دې برېښنا څخه ګټه پورته كړه خو د وردګ ولايت په سيداباد ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري دغه برېښنا پرې شوه.
نوموړی زياتوي، ټاکل شوې د دې ستونزې د حل لپاره ډېر ژر د افغانستان د اجرايه ريیس، د سيمې د سپين ږيرو، د وردګو د والي، امنیه قومندان او د برېښنا رياست د لوړ پوړو چارواکو تر منځ يوه ناسته ترسره شي. تر اوسه له دې برېښنا سره د غزني ولايت نږدې څلور زره كورنۍ وصل شوې دي، خو كله چې د تركمنستان برېښنا په بشپړ ډول ونښلول شي نو په غزني او وردګو ولایتونو کې به لسګونه زره کورنیو ته برېښنا ووېشل شي.
توحيدي زياتوي، په وردګو ولايت كې د تركمنستان هېواد د ۲۲۰ كيلو ولټه وارداتي برېښنا پروژه په بريا سره بشپړه شوه.
ټاكل شوې ده د دې پروژې پر بنسټ د تركمنستان وارداتي برېښنا له وردګو ولایت غزني ته ولېږدول شي او د لارې په اوږدو كې له څو ولايتونو په تېرېدو ګاونډي هېواد پاكستان ته ولېږدول شي.
د كابل ښار د برېښنا شركت چارواكو په وينا د اوس لپاره دا پروژه د اقينه بندر نه د مزار شريف تر ښاره پورې تر كار لاندې ده چې چارې يې د ګمن انډيا په نوم يوه هندي كمپنۍ پرمخ وړي. له مزار شريف نه تر پلخمري پورې يې چارې بشپړې شوې او د پلخمري په دشت الوان كې د سب سټېشن د جوړولو كار روان دی، له دوشي نه تر باميانه پورې د سب ستيشن چارې د ارزونې او افر وركولو په جريان كې دي، له دشت الوان نه تر پروان ولايت پورې ۱۵ فيصده كار پرمخ تللی، په پروان ولايت كې د پشته سرخ په نوم د سب ستيشن چارې او د ارغندي نه تر غزني او خوست ولايتونو پورې چارې يې بشپړې شوې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA