109
۲۴ لړم ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

عبدالله: حکومتي او غير حکومتي برخو کې د مېرمنو ونډه اغېزناکه ده

د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله په حکومتي او غير حکومتي برخو کې د مېرمنو ونډه اغېزناکه بولي او دوى د هېواد د ودې او پرمختګ مهمه برخه ګڼي.
نوموړي د سې شنبې په ورځ په واشنګټن كې د نړيوالو او ستراتېژيکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان د اوسني حالت او راتلونکي په اړه د څرګندونو په مهال وويل، افغان مېرمنې اوس وخت په سياسي جريانونو، پارلمان، حکومت، خصوصي سکټور، مطبوعاتو او مدني برخو کې فعاليت لري.
عبدالله د افغانستان او جنوبي اسيا لپاره د امريکا نوې ستراتېژي پر ځاى وګڼله او زياته يې كړه، افغانان اوس سوله غواړي او د ترهګرو په ضد، چې له هېواده بهر پټنځايونه لري، خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
اجرائيه رئيس همدارنګه وويل، که څه هم په افغانستان کې ستونزې موجودې دي، خو په پياوړې ارادې سره کېداى شي دا ستونزې له منځه لاړې شي.
د هغه په وينا، افغانستان د نړيوالې ټولنې په ملاتړ د ځان بساينې په لور ګامونه اخلي.
عبدالله وايي، اوس مهال په سيمه کې د ريل ګاډي د پټلۍ، د ګازو د نل ليکې، د برېښنا د لېږد او ټرانزيټ په څېر لويې پروژې د پلي کېدو په حال کې دي او په دې پروژو کې يې د افغانستان ونډه مهمه وبلله.
د يادونې وړ ده، چې د ملي يووالي حكومت اجرائيه رئيس د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ امريكا او كاناډا ته په رسمي سفر تللى دى.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *