99
۲۴ لړم ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د چاريکار ښار د پوهنې امر ووژل شو

په پروان كې د چسپكي ماين چاودنې د چاريکار ښار د پوهنې امر وژلى او د دغه ولايت د پوهنې رئيس يې ټپي كړى دى.
د پروان د امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مديريت سرپرست فرهاد هاشمي كليد ته وويل، چې دغه چاودنه تېره شپه شاوخوا ۱۱ بجې د مركز پر چهل متره سړك شوې ده.
نوموړي زياته كړه، د پروان پوهنتون محصلينو يوه علمي غونډه جوړه كړې وه، چې په كې د چاريکار ښار د پوهنې امر عطاء محمد متين او د پروان د پوهنې رئيس زلمي شهيد هم ګډون كړى و.
د هاشمي په خبره، د پوهنې دغه مسوولين په غونډه كې له ګډون وروسته خپلو كورونو ته روان وو، چې د زلمي شهيد په موټر كې د ځاى پر ځاى شوي چسپكي ماين چاودنه وشوه.
د چارواكو په وينا، د پروان د پوهنې رئيس زلمى شهيد د درملنې لپاره کابل ته لېږدول شوى او روغتيايي حالت ښه دى.
د پېښې مسووليت تراوسه چا نه دى منلى.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *