د افغانستان لپاره د سيمه ييزو اقتصادي همکاريو سازمان (ريکا) اوومه دوه ورځنۍ غونډه نن د ترکمنستان په پايتخت عشق اباد کې پيلېږي.
د جمهور رئيس د دوهم مرستيال محمد سرور دانش په مشرۍ پلاوى په دې غونډه کې د افغانستان په استازيتوب ګډون کوي.
د بهرنيو چارو وزارت وياند شکېب مستغني وايي، د (ريکا) په اوومه ناسته کې د شپږمې ناستې پرمختګونه ارزول کېږي او د سيمه ييزو پروژو لپاره پر نوو اقداماتو هم غور کېږي.
بل پلو د سوداګرۍ او صنايعو خونې چارواکو ويلي، چې افغان پانګه وال به د سوداګريزو فرصتونو او له منځنۍ اسيا سره د ټرانزيټي ستونزو په اړه د غونډې ګډونوالو ته معلومات ورکړي.
د دې خونې د وياند صيام الدين پسرلي په وينا، تمه لري، چې دغه اقتصادي ناسته د افغانستان لپاره ګټوره تمامه شي او د لويو پروژو د تطبيق لپاره يو ښه پيل واوسي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ