ads

ننګرهاريان د دې ولايت په ګمرک کې د شوي فساد د سپیناوي غوښتنه کوي‎

د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان د ننګرهار ګمرک کې د فساد په تړاو د راپورته شوې مسلې د څېړنې اوسپیناوي غوښتنه کوي.
دوی خبرداری ورکړ، چې ولایتي اداره دې ولسونو ته په دغه برخه کې کره معلومات وړاندې کړي، ترڅو په دغه برخه کې د خلکو شته اندېښنې حل شي.

نویسنده: sarwan
23 لړم 1396
ننګرهاريان د دې ولايت په ګمرک کې د شوي فساد د سپیناوي غوښتنه کوي‎

د ولایتي شورا یو شمېر غړي او مدني فعالان د ننګرهار ګمرک کې د فساد په تړاو د راپورته شوې مسلې د څېړنې اوسپیناوي غوښتنه کوي.
دوی خبرداری ورکړ، چې ولایتي اداره دې ولسونو ته په دغه برخه کې کره معلومات وړاندې کړي، ترڅو په دغه برخه کې د خلکو شته اندېښنې حل شي.
د ننګرهار ګمرک کې د فساد تورونو سره په یوه وخت د ننګرهار والي د خپلې ادارې دوه ريیسان په خدمتي ډول ولسوالیو ته ولېږل، چې له خلکو سره یې ګڼې اندېښنې او پوښتنې را پیدا کړي.
داسې ګونګسې هم وې چې ګواکې د ملي امنیت ادارې له لوري د ګمرک یو شمېر کارکوونکي د فساد په تور نیول شوي او له دوی سره د حکومت یو شمېر لوړ پوړو چارواکو ته د باج ګیرۍ لېست هم ترلاسه شوی.
د ولایتي شورا مرستیال لعل محمد درانی وايي، چې د ملي او ولایتي شورا د ځینو غړو سربېره د اجرایه ریاست او جمهوري رياست ماڼۍ پورې خلک د فساد کوونکو اشخاصو ملاتړي دي.
نوموړي هم د ګمرک په اداره کې د فساد وروستۍ مسلې په اړه د کره اسنادو د خپرېدو غوښتنه وکړه.
مدني فعالان او عام ولسونه هم په ولایتي ادارې نیوکه کوي، چې ولې ددغې مسلو په اړه روښانه دریځ نه نیسي.
مدني فعالان وېره لري، که چېرې د خلکو په وینا د ګمرک پیسې د لوړ پوړو چارواکو تر جېبونو وړل کېږي، نو بیا فساد سره مبارزه په څه معنا.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل کلید سره په خبرو کې وویل، چې د ملي امنیت ادارې له لوري د دغه ولایت د ګمرک ریاست یو کار کوونکی نیول شوی، چې له څېړنو وروسته به یې د نیولو لامل څرګند شي.
والي وویل، چې ددغه مامور له نیول کېدو وروسته د نورو خبرو خپرېدل هېڅ حقیقت نه لري او له څېړنو وروسته به نورې خبرې له رسنیو سره شریکې شي.
والي د کلید د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دوی له دغې مسلې سره په یوه وخت د خپلې ادارې دوه ریيسان ولسوالیو ته تبدیل کړي، څه اړیکه لري داسې وویل:
((دا لومړی ځل نه دی، چې د ننګرهار په ګمرک کې د فساد یادونه کېږي، بلکې له دې وړاندې هم په ګمرګ او ځینو نورو عایداتي ادارو کې د پراخ فساد راپورونه خپاره شوي وو او په لویه کچه په کې یو شمېر مسوولین ښکېل بلل شوي وو.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA