د کابل – جلال اباد پر لويه لاره د لغمان ولايت اړونده سيمه کې ټرافيکي پېښې اووه تنه ټپيان كړي دي.
د لغمان ولايت مقام مطبوعاتي دفتر وايي، پېښه پرون ماسپښين شاوخوا درې بجې د قرغيو ولسوالۍ په سرخکانو سيمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې ويلي، چې په ياده سيمه كې کرولا او ټوډي موټرونو ټكر كړى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، د پېښې ټپيان د سرخکانو په کلينيک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته انتقال شوي دي.
چارواکو د دغې پېښې د علت په اړه څه نه دي ويلي، خو د کابل – جلال اباد پر لويه لاره ټرافيکي پېښې ډېر کله د موټرونو د کړندي تګ او د موټر چلوونکو د بې احتياطۍ له کبله رامنځته کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ