112
۲۳ لړم ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

د نوو كانديد وزيرانو د برخليك په اړه ضد او نقيض څرګندونې کېږي

كه څه هم جمهوري رياست پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفي كولو لپاره وروستى وخت د محرم له لسمې نېټې وروسته موده ټاكلې وه، خو نوي كانديدان وزيران تراوسه ولسي جرګې ته معرفي شوي نه دي.
جمهوري رياست وايي، حكومت د نوو كانديد وزيرانو لېست په پارلماني چارو كې د دولت وزارت ته سپارلى دى.
د جمهور رئيس د وياند د دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي نن كليد ته وويل، چې په پارلماني چارو كې د دولت وزارت بايد پارلمان ته د نوو كانديد وزيرانو د معرفۍ د وخت په اړه تصميم ونيسي.
خو په پارلماني چارو كې د دولت وزارت يو تن مطبوعاتي مسوول جاوېد الكوزى وايي، چې د نوو كانديد وزيرانو د معرفۍ لپاره بايد حكومت تصميم ونيسي.
نوموړى زياتوي، حكومت تراوسه نه په دې اړه تصميم نيولى او نه يې لېست دغه وزارت ته سپارلى دى.
ولسي جرګې تېر كال اووه وزيران د خپلو وزارتونو له ۷۰ فيصده د زياتې پراختيايي بوديجې د نه مصرفولو له كبله سلب صلاحيت كړل او تراوسه دا وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره كېږي.
بلخوا د ملي يووالي حكومت د رهبرۍ له لوري څو وزيران د كاري بې كفايتۍ له كبله له دندو ګوښه او پر ځاى يې نوي كانديد وزيران د سرپرستانو په توګه وټاكل شول.
د يادونې وړ ده، چې اوس مهال له لسو زيات وزارتونه سرپرست وزيران اداره كوي.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *