په ننګرهار ولايت كې تېره ورځ بې پيلوټه الوتکې څلور داعش وسله وال وژلي دي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، چې دا هوايي بريد د اچين ولسوالۍ په مامندرې سيمه کې شوى دى.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په وژل شوو داعش وسله والو کې دوه پاکستاني اتباع هم شامل دي.
سرچينه زياتوي، د دغه بريد په ترڅ کې د داعش وسله والو يو شمېر وسلې هم له منځه وړل شوي.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ