ads

طالبانو فراه كې اته پوليس وژلي

د فراه امنيتي چارواكي په دې ولايت كې د اتو پوليسو د وژل كېدو خبر وركوي.
د فراه د امنيه قوماندانۍ وياند اقبال باهر كليد ته وويل، تېره شپه وسله والو طالبانو د دغه ولايت د مركز د “پل جديد ريګي” پر پوستې بريد كړى او اته پوليس يې وژلي دي.

نویسنده: sarwan
22 لړم 1396

نوموړي زياته كړه، ښايي دغه سرتېري د يوې توطيې له مخې وژل شوي وي، ځكه په سيمه كې د كومې سختې جګړې نښې نه ليدل كېږي.
د باهر په وينا، له پېښې وروسته يو تن ټپي سرتېرى له طالبانو سره د همكارۍ په تور نيول شوى دى.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا په داسې حال كې ده، چې د فراه ولايتي شورا په وار وار ځايي چارواكي په بې پروايۍ تورن كړي او د طالبانو په لاس د دې ولايت د سقوط خبردارى يې وركړى دى.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA