105
۲۲ لړم ۱۳۹۶
لیکونکی: محمد شفيق هېوادپال

افغان لوبغاړي په پي اېس اېل سياليو کې نه لوبېږي

د افغانستان كركټ بورډ وايي، چې افغان لوبغاړي به د پاكستان سوپرليګ كركټ سياليو كې و نه لوبېږي.
د كركټ بورډ وياند فريد هوتك نن كليد ته وويل، چې د پي اېس اېل لوبو په وخت به د افغانستان د كركټ ملي لوبډلې لوبغاړي په خپلو ملي لوبو كې بوخت وي، نو ځكه نه شي كولاى په دې سياليو كې برخه واخلي.
د پېښور زلمي لوبډلې مالک جاوېد افريدي هم د پاكستان سوپرليګ كركټ لوبو كې د افغان لوبغاړو د نه ګډون خبره كړې ده.
هغه ويلي، د نهو افغان لوبغاړو نومونه په بولۍ کې وو، خو د افغانستان کرکټ بورډ مکتوب استولى او ويلي يې دي، چې افغان لوبغاړي به و نه شي کولى په پي اېس اېل سياليو کې ولوبېږي، ځکه په دغه وخت کې افغانستان د ۲۰۱۹م کال د نړيوال جام د غوراوي په سياليو کې برخه اخلي.
په لومړي ځل د پاكستان سوپرليګ كركټ سياليو كې محمد نبي ولوبېده او وځلېده.
تېر کال هم د ځينو افغان لوبغاړو نومونه د دغو لوبو بولۍ ته وړاندې شوي وو، خو د افغان لوبډلې د بوختياوو له کبله يو هم ونه لوبېده.

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *