ads

د کندوز ډاکټران له امنيتي وضعيته اندېښمن دي

د کندوز ولایت يو شمېر ډاکټران وایي، چې دوی په امن کې نه دي او دغه لوی ولایت د کندوز ډاکټرانو ته زندان جوړ شوی دی.
نږدې ۱۸ ورځې وړاندې په کندوز کې د یو تن ټرېنر مختحصص ډاکټر عبدالستار غفوري ۱۰ کلن زوی چې د ښوونځي زده کوونکی و، وتښتول شو چې تراوسه پورې د سړي تښتوونکو په منګولو کې دی.

نویسنده: sarwan
21 لړم 1396

دوی وايي، تراوسه پورې دولت نه دی توانېدلی چې دغه ماشوم د سړي تښتوونکو له منګلو وژغوري.
په ورته وخت کې د کندوز د ولایتي شورا ريیس امرالدین ولي هم په سيمه ييزو چارواکو نیوکه کوي، چې دوی نه دي توانېدلي، د ښار دننه د ډاکټرانو لپاره ډاډمن امنیت رامنځ ته کړي.
د جراحي متخصص ټرېنر ډاکټر روح الله نیازی وایي، د ناامنیو له کبله د کندوز په حوزوي روغتون کې یوازې ۲ تنه د جراحي ډاکټران پاتې دي او نور ټول له کندوزه تښتېدلي دي، چې دوی له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.
نیازي زیاته کړه، د ده اولادونو ته هم ګواښونه موجود دي او هره ګړۍ يې د تښتولو امکان شته دی.
خو د کندوز والي اسدالله عمرخېل بيا وایي، چې دولت به د ډاکټرانو امنيت ته پوره پوره هڅه وکړي او ډاډ يې ورکړ، چې ډېر ژر به د ډاکټر عبدالستار زوی د سړي تښتوونکو له منګولو وژغوري.
دا لومړی ځل نه دی چې د ډاکټرانو زامن د سړي تښتوونکو له لوري تښتول کېږي، بلکې له دې وړاندې هم د یوه ډاکټر زوی تښتول شوی و.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA