ننګرهار والي د ولسي تړون ملي پروګرام د ښه پلي کېدو په موخه د سکټوري ادارو مسوولینو ته د همغږۍ او همکارۍ سپارښتنه وکړه.
د دې ولایت د رسنیو له دفتره کلید ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې والي محمد ګلاب منګل په جلال اباد ښار کې د ولسي تړون ملي پروګرام د ښه پلي کېدو او همغږۍ په پار جوړه شوې ناسته کې د سکټوري ادارو ريیسانو ته سپارښتنه وکړه، څو د یاد ملي پروګرام په تطبیق او همغږۍ کې پوره همکاري وکړي.
والي ویلي، چې د ولسي تړون لس کلن ملي پروګرام د دې ولایت په مرکز او ۸ ولسواليو ک د پیل په درشل کې دی .
سرچینه وایي، چې د ولسي تړون پروګرام د جلال اباد ښاروالۍ او د کليو او پراختيا رياست تر چتر لاندې د ښار په څلور ناحيو او اتو ولسواليو کې پيلېږي، چې پر مټ به يې د ولسونو په خوښه بېلابېلې پروژې پلې شي.
جلال اباد ښار کې د ولسي تړون پروګرام مسوول فقیر فیضي وايي، د ولسي تړون ملي پروګرام لومړی د ښار په ۳مه، ۵مه، ۶مه او ۸مه ناحیه کې پیېیږي، چې د ولسي شوراګانو له جوړېدو وروسته به یې عملي چارې پیل کړي.
ده زیاته کړه په یادو ناحیو کې سل ولسي شوراګانې منظورې شوي، چې هرې شورا ته ۷۰ زره امریکايي ډالره د خلکو په خوښه او د ۲۵ سلنه فزیکي او یا نغدې ونډې په اخيستو سره د پروژو د پلي کېدو په موخه په واک کې ورکول کېږي.