ads

جمهوررئيس غني: د شمال امنيتي وضعيت به ډېر ژر بدلون ومومي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ کې د ازبک او ترکمن قومونو له يو شمېر مشرانو سره په ليدنه کې ويلي، چې ډېر ژر به د هېواد په شمال کې د امنيتي وضعيت د بدلون او لا ښه والي شاهدان واوسي.

نویسنده: sarwan
21 لړم 1396
جمهوررئيس غني: د شمال امنيتي وضعيت به ډېر ژر بدلون ومومي

جمهور رئيس محمد اشرف غني تېر مازديګر په ارګ کې د ازبک او ترکمن قومونو له يو شمېر مشرانو سره په ليدنه کې ويلي، چې ډېر ژر به د هېواد په شمال کې د امنيتي وضعيت د بدلون او لا ښه والي شاهدان واوسي.
د جمهوري رياست مطبوعاتي دفتر وايي، د ولسي جرګې غړي قدرت الله ذکي، د ترکتبارانو د پيوستون شورا رئيس سيد نعمت الله سادات او عزيزالله ارال د خبرو په مهال د ازبک او ترکمن قومونو هغه سيمه ييزې ستونزې، چې د دواړو قومونو ګډې کمېټې ترتيب کړې وې، په ليکلي ډول مطرح کړې.
هغوی د امنيت د ټينګښت، د پوهنې او روغتيايي اسانتياوو د برابرولو، په شمالي ولايتونو کې د انکشافي پروژو د عادلانه تطبيق، عادلانه مشارکت او په دولتي ادارو کې د دې قومونو د کدرونو د جذبولو په اړه خپل وړانديزونه او غوښتنې له جمهور رئيس سره شريکې کړې او همدارنګه يې د يادو قومونو ستونزو او غوښتنو ته د رسيدګۍ په هدف د شپږ کسيزې کمېټې د جوړېدو وړانديز هم وکړ.
وروسته جمهور رئيس غني وويل، په دولتي ادارو کې د افرادو مقررۍ د وړتيا او شايسته ګۍ پر بنسټ ترسره شوي او يوه چوکۍ هم د کوم ځانګړي قوم په انحصار کې نه ده.
د هېواد جمهور رئيس ستونزو ته د رسيدګۍ لپاره د کمېټې د جوړولو هرکلی وکړ او ويې ويل، له يادې کمېټې سره به مياشتنۍ ناستې ولري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA