ads

يوې مېرمنې خپل خاوند تر وژلو وروسته وسوځاوه

په هرات ولايت کې يوې مېرمنې خپل مېړه وژلی او د هغه جسد يې سوځولی دی.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند عبدالاحد وليزاه کليد ته وويل، چې دا پېښه تېره شپه د هرات ښار د څلورمې امنيتي حوزې اړوند ګواليان سيمه کې رامنځته شوې ده.

نویسنده: sarwan
16 لړم 1396

نوموړي زياته کړه، مېرمنې لومړی خپل مېړه د ګاز ډبې په وسيله وژلی او وروسته يې د جرمي نښو د له منځه وړلو په هدف د هغه جسد او کور ته اور ورته ورکړی دی.
د وليزاده په خبره، دغه ښځه د پوليسو له لوري نيول شوې او پر خپل جرم يې اعتراف کړی دی.
د هرات د امنيه قوماندانۍ وياند د دغه قتل علت د ښځې او مېړه ترمنځ اختلافات ښيي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA