ads

شمشاد بېرته خپلې خپرونې پيل کړې

پر شمشاد ټلويزون بريد پای ته ورسېد او عادي نشرات يې بېرته پيل کړل.
نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې لومړی د شمشاد راډيو ټلويزيون د ودانۍ مخې ته ځانمرګی بريد وشو او وروسته څو تنه وسله وال کسان دې ودانۍ ته ننوتل.

نویسنده: sarwan
16 لړم 1396
شمشاد بېرته خپلې خپرونې پيل کړې

پر شمشاد ټلويزون بريد پای ته ورسېد او عادي نشرات يې بېرته پيل کړل.
نن سهار شاوخوا لس نيمې بجې لومړی د شمشاد راډيو ټلويزيون د ودانۍ مخې ته ځانمرګی بريد وشو او وروسته څو تنه وسله وال کسان دې ودانۍ ته ننوتل.
د شمشاد د نشراتو مسوول نسيم پښتون کليد ته وويل، چې په دې بريد کې د شمشاد ټلويزيون دوه تنه ساتونکي ووژل شول او يو شمېر کارکوونکي يې په سطحي توګه ټپيان شوي دي.
پښتون زياته کړه، بريد کې د ټلويزيون ودانۍ ته زيان رسېدلی خو تر اوسه نه شي کولی د کره زيان په اړه رسنيو ته څه ووايي.
په ورته وخت کې د کورنيو چارو وزارت د وياند د دفتر سرپرست نجيب دانش په خپله ټوېټر پاڼه کې ليکلي، چې په دې بريد کې د شمشاد ټلويزيون يو ساتونکی وژل شوی او يو تن تخنيکر يې ټپي شوی دی.
دانش زياته کړې، چې يو بريدګر د امنيتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
په ورته وخت کې جمهور رييس غني پر شمشاد ټلويزيون بريد غندلی او ويلي يې دي، چې د افغانستان دښمنانو پر شمشاد ټلويزيون د تروريستي بريد په ترسره کولو سره يو ځل بيا وښوده چې خپلو شومو موخو ته د رسېدو لپاره له هېڅ ډول توطيې او بشري ضد عمل حتا پر رسنيو او بيان ازادۍله بريدڅخه مخ نه اړوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې جمهور رئيس غني د دغه تروريستي بريد د غندلو پرمهال وويل، د رسنيواو بيان ازادي چې د هېواد د اساسي قانون لوی ارزښتونه او د حکومت مهمې لاسته راوړنې دي، تروريستي ډلې يې د دغه وړ جنايتکارانه بريدونو په ترسره کولو سره نه شي محدودولی او نه به هم د معلوماتو او خبر رسولو په برخه کې د رسنيو او خبريالانو ارادې کمزورې کړي.

جمهور رئيس وويل، رسنۍ او خبريالان چې د هېواد، سيمې او نړۍ له حالاتو څخه د خلکو د خبرولو په موخه په سختو شرايطو کې کار کوي، حکومت به د هغوی د خونديتوب لپاره لا ډېر جدي تدابير ونيسي.
جمهوررئيس د دغه تروريستي بريد د شهيدانو کورنيو ته د تسليت او همدردۍ مراتب وړاندې کوي، شهيدانو ته د خدای تعالا په دربار کې د فردوس جنت او ټپيانو ته د ښې روغتيا دعا کوي.
همدارنګه د افغانستان د ژورنالستانو د اتحاديې رييس فهيم دشتي کليد ته وويل، چې دا بريد د مخالفو وسله والو ډلو کار دی او زياته يې کړه، چې وسله وال ځکه په داسې کړنو لاس پورې کوي چې رسنۍ د دوی جنايتونه په ډاګه کوي.
په ورته وخت کې د ملي امنيت شورا دفتر هم په يوه خبرپاڼه کې ويلي، چې په کابل کې د شمشاد ټلويزيون پر ودانۍ د تروريستانو وحشيانه او د ټولو اسلامي ارزښتونو خلاف بريد په سختو ټکو غندي.
سرچينې زياته کړې، چې ترهګر او د هغوی ملاتړ کوونکي انساني ارزښتونه تر پښو لاندې کوي او د تروريستي بريدونو له لارې غواړي د انساني ټولنې د حق ستونی بې غږه کړي.
د دې بريد مسووليت داعش ډلې پر غاړه واخيست.
دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې يوه رسنۍ د وسله وال بريد لاندې راځي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA