د امريکا جمهور رييس دوڼالډ ټرمپ نن د چاپان امپراطور او مېرمنې ته سر ټيټ نه کړ او يوازې يې په لاس ستړې مه شې وکړه.
له دې وړاندې د امريکا پخواني جمهور رييس بارک اوباما د دې هېواد امپراطور ته سر ټيټ کړی و، چې د ډېرو امريکايانو تندو غبرګونونو سره مخ شو.
د رويټرز خبري اژانس له قوله چې ټرمپ او مېرمن يې چاپان ته تللي وو او هلته يې ۸۳ کلن امپراطور سره په مسکا روغبړ وکړ او د سر په ښورولو سره يې څو شېبو لپاره لنډې خبرې په رسنيو کې خپرې شوې.
ډونالډ ټرمپ په دې ليدنه کې د چاپان امپراطور ته وويل، چې په ليدنه يې ډېر خوښ شوی او د بيا ليدو ډاډ يې ورکړ.
دا په داسې حال کې ده، چې د دې هېواد امپراطور ته د بارک اوبا په سر ټيټولو، مفسرينو تندې نيوکې کړې وې او ويلي وو، چې نه بايد د امريکا جمهور رييس د بهرني هېواد سلطنتي کورنيو ته سر ټيټ کړي.