ads

چهاردرې کې هوايي بريد ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

سيمه ييز چارواکي وايي، تېره شپه د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بريد کې د وسله والو طالبانو تر څنګ یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
13 لړم 1396
چهاردرې کې هوايي بريد ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

سيمه ييز چارواکي وايي، تېره شپه د کندوز ولایت په چهاردرې ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي بريد کې د وسله والو طالبانو تر څنګ یو شمېر ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.
د کندوز د ولایتي شورا غړی مولوي خوش محمد نصرتیار کلید سره په خبرو کې وویل، چې ياد بريد د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په غرو قشلاق او قتل عام کلیو کې نږدې ۵۰ ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
نصرتیار زياته کړه، زخمیان یې روغتون ته وړي او وژل شوي لا تراوسه پورې د خارو لاندې دي.
د چهاردرې ولسوالۍ د غرو قشلاق او قتل عام د کلیو اوسېدونکی وایي، کله چې بهرنیو ځواکونو پر وسله والو طالبانو هوایي بریدونه پیل کړل نو سهار وختي وسله والو طالبانو ملکي وګړي په زور له خپلو کورنو څخه وایستل، څو د دوی ټپیان له کلیو بهر کړي خو کله چې ملکي وګړي د وسله والو طالبانو د ایستلو لپاره لاس په کار شول نو بهرنیو ځواکونو ورباندې هوایي برید وکړ.
د ولایتي شورا وکیل هم تايیدوي، چې طالبانو ملکي وګړي په زور له کورنو ایستلي تر څو د دوی زخمیان او وژل شوي کسان انتقال کړي.
بلخوا د کندوز ولایت د حوزوي روغتون مشر ډاکټر محمد نعیم منګل رسنیو ته وویل، چې تر اوسه ددوی روغتون ته ۷ تنه وروړل شوي، چې ۶ تنه یې ټپیان دي او يو تن يې وژل شوی دی.
خو بیا د کمانډو ځواکونو ویاند جاوېد سلیم کلید سره په خبرو کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې راپورنه ردوي او زیاتوي په کومو سیمو کې چې دوی د وسله والو سنګرونه په نښه کړي په هغه سیمو کې ملکي وګړي نشته او وژل شوي ټول وسله وال طالبان دي.
جاوېد سلیم وویل، چې ددوی د تېرې شپې په هوایي بریدونو کې ۳۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي، چې په وژل شویو کسانو کې ۴ تنه یې لوړ پوړي قومندان هم شامل دي.
د کمانډو ځواکونو د ویاند په وینا چې د دوی هوایي عملیات به د وسله والو طالبانو په وړاندې دوام لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA