990
۱۳ لړم ۱۳۹۶
لیکونکی: حسیب الله نوري

عبدالرحمن عثماني؛ د زده کړو سرلاری

((د پلار ژوند مې راته نه دی یاد، خو دا چې له کاکا سره مې یو ځای ژوند کولو په ماشومتوب کې مې د پلار ډېر کمی نه دی احساس کړی خو اوس د پلار په نه شتون ډېر دردېږم.))
دا د يوه هوډمن انسان عبدالرحمن عثماني خبرې دي، هغه یوازې د ۲۵ ورځو و چې د پلار له سيوري بې برخې او یتيم شو، خو دغې څه د هغه ستر هوډ ته کوم زيان ونه رساوه چې ځانته يوه غوره راتلونکې ورغوي، نوموړی اوس مهال ماسټر او د کابل پوهنتون استاد دی.
عبدالرحمن عثماني د وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د شنیز د ښاديخېلو په یوه دینداره او شهید پروره کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې، نوموړی یوازې د ۲۵ ورځو وو چې پلار یې د نامعلومو اشخاصو له لوري په شهادت ورسېد.
عبدالرحمن عثماني اوس ۳۰ کاله عمر لري، علمي رتبه یې پوهنملي ده، د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځي په بیالوژي څانګه کې استاد او د دغه پوهنځي سرپرست رییس دی.
عثماني یوازې د شپږو کلونو دی، چې په لومړي ځل یې له کاکا سره په زړه نا زړه ډول ښوونځي ته ځي، دا ورځ ورباندې ځکه ډېره ښه نه تېرېږي چې د خپلو کلیوالو ملګرو څخه رابېلېږي او یوه نوي محیط ته ور ګډېږي.
په لومړي ټولګي کې یوازې خپل او د پلار نوم لیکل زده کوي او په دغه ټولګي کې د ۴۴ کسانو تر منځ په ۲۴ نمره بریالی کېږي، کور یې له ښوونځي څخه شاوخوا ۱۰ کیلو مټره واټن لري، نوموړی وایي: ((زمونږ له کور څخه ښوونځی شاوخوا ۱۰ کیلو مټره واټن درلود او هره ورځ به موږ پلي ورتلو.))
نوموړی وایي، د ماشومتوب جالبه خاطره يې دا وه، چې د ښوونځي کتابونه به يې په مهال وېش نه برابرول او هره ورځ به يې ټول کتابونه ښوونځي ته ورسره وړل چې ډېر به درانه وو.
په لومړي ټولګي کې عثماني ته د ښوونځي د لوړو ټولګیو کتابونه ډېر سخت ښکاري، د ښوونځي تر څنګ د مسجد له ملا امام د قرانکریم او دیني علومو زده کړه کوي او د انګلیسي ژبې کورسونه هم تعقیبوي، خو کله چې لوړو ټولګیو ته رېیږي هر څه ورته ډېر اسانه کېږي او له ښوونځي څخه تر فارغېدو وړاندې په خپل لوړ همت سره انګلیسي ژبه هم زده کوي.
اقتصادي وضعیت یې خراب دی او د پلار سیوری یې هم ترې ظالمانو اخیستی نوموړی وایي: ((د پلار ژوند مې راته نه دی یاد، خو دا چې له کاکا سره مې یو ځای ژوند کولو په ماشومتوب کې مې د پلار ډېر کمی نه دی احساس کړی خو اوس د پلار په نه شتون ډېر دردېږم.)) نوموړی هغه مهال له خپل کاکا، مشر ورور او مور سره په یوه له خټو جوړ شوي کور کې ژوند کوي، د سهار له مخې ښوونځي ته ځي او د ماسپښین لخوا د خپل کاکا له زوی سره غواګانې او نور څاروي د څرولو لپاره څړځایونو ته بیایي. کاکا یې دولتي مامور دی او د خپلو اولادونو تر څنګ د دوی سرپرستي هم کوي. عثماني وایي، په ماشومتوب کې ډېر شوخ و، خو له نورو ماشومانو سره يې جنګ نه کولو او نه يې د چا ښیښې په کاڼو ویشتلې دي: ((کله به چې له خپلو کارونو او درسونو خلاص شوم بیا به مې له کلیوالو ملګرو سره تشله بازي (مردکۍ) ګټلې او نورې کلیوالي لوبې لکه، سترګې پټول او خوسی به مو کول.)) د اختر په ورځو کې به مې د کاکا له زامنو سره د خپلو خپلوانو په کورونو ګرځېدو، اختر مبارکیانې به مو کولې. پلاستیکي پاکټونه به را سره وو، هر کور ته به چې د مبارکۍ لپاره ورتلو، دوی به مونږ ته وچې مېوې راکولې.))
هغه کورونه چې اقتصادي وضعیت به یې ښه و، هغوی به کله نا کله یوه جوش کـړې هګـۍ یا هم چهارمغز ورکول: ((په هغه شپه چې سبا ورځ به یې اختر و له کلیوالو ملګرو سره به مو په همدغه ماښام اورونه بلول او دغه شپه به ډېره راته اوږدېدله.)) دا شپه به ځکه ورته اوږدېده چې دوی به د نوو جامو د اغوستلو او مېوو د راټولولو لپاره زیاته تلوسه لرله، عثماني ته د خپل ماشومتوب شپې او ورځې ډیرې یادیږي.
‎عثماني که څه هم اوس په پوهنتون کې د بیالوژي مضمون استاد دی او د ماسټری تر کچې یې په دغه څانګه کې زده کړې کړې دي خو د ښوونځي د وخت جالبه خاطره یې داده چې وایي: ((ډېر کله به زه په بیالوژي او تاریخ مضمونونو کې مشروط پاتې کېدم.))
عثماني په خپل پلرني ټاټوبي کې د کویټ الخیر په نوم له عالي لیسې څخه په لوړه درجه فارغیږي او د کانکور په ازموینه کې ګډون کوي: ((کله چې د کانکور د ازموینې لپاره راغلم د کمي احساس مې کاوه، نه پوهېدم چې راتلونکې به مې څنګه کېږي.))
درې میاشتې وروسته د کانکور پایلې اعلانېږي، نوموړی د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځۍ د بیالوژي په څانګه کې منل کیږي: ((زما د خوښې پوهنځۍ انجنیري او فارمسي وې، په کانکور کې مې ۸ انتخاب د ساینس پوهنځی وه او دا مې هم د خپلو ملګرو په خوښه ټاکلې وه کله چې د کانکور پایلې اعلان شوې ډېر خفه وم.))
عثماني په لومړي ځل له خپل کور څخه مسافرۍ کولو ته اړ کیږي او کابل ته راځي: ((په لومړي ځل چې کله مسافر شوم مور مې ډېره راته یادېدله.))
په پوهنتون کې تر نوم لیکنې وروسته د عثماني لپاره په دري ژبه نه پوهېدل هم ډېر ستونزمن تمامېږي خو خپل همت له لاسه نه ورکوي او په اول سمستر کې د خپلو ټولګیوالو په مرسته دري ژبه زده کوي او د خپل ټولګي اول نمره کیږي: ((کله چې پوهنتون ته راغلم یو ټکی دري ژبه مې نه وه زده خو همت مې له لاسه ور نه کړ د یو سمستر په ترڅ کې مې دري ژبه زده کړه او د خپل ټولګي اول نمره شوم.)) نوموړی د خراب اقتصادي وضعیت له کبله اړ کیږي چې د پوهنتون د محصلۍ تر څنګ د انګلیسي ژبې په یو کورس کې تدریس هم وکړي، څو د محصلۍ د دورې ستونزې یې تر یوه حده را کمې شي.
عثماني ددغه ټولو ستونزو تر څنګ بیا هم د پوهنتون له لومړي ټولګي بیا تر وروستیو د خپل ټولګي اول نمره پاتې کېږي او په لوړه درجه له دغه پوهنتون څخه فارغېږي، په دنده پسې سترګې غړوي چې د کابل پوهنتون په یو شمېر پوهنځیو کې د استادانو د په کار ګمارنې خالي بستونه اعلانيږي: ((ما هم دغه بستونو ته خپل اسناد ورکړل، د استادۍ لپاره مې اسناد قبول شول او په ازموینه کې مې ګډون وکړ او دغې مقدسې دندې ته استخدام شوم.))
د کابل پوهنتون د ساینس پوهنځۍ په بیالوژي څانګه کې تر یو کال تدریس وروسته د هندوستان هېواد د نوي ډهلي پوهنتون کې د ماسټرۍ په پروګرام کې منل کیږي.
نوموړی زیاتوي په ډهلي پوهنتون کې يې په لیلیه کې ژوند کولو چې د کابل پوهنتون یو شمېر نور استادان هم ورسره و، نوموړی وايي، دا یوه ښه دوره وه: ((درسونه مو دومره زیات وو چې د چکر لپاره مو موقع نه شوای پیدا کولای.))
نوموړی وایي په ژوند کې يې ډېرو هیلو ته رسېدلی دی او لویه هیله يې دا ده چې په خپله رشته کې د دوکتورا تر کچې زده کړې وکړي، زیات علمي اثار وليکي او د هېواد ګوټ ګوټ ته یې ورسوي.
عثماني په هېواد کې له جنګ او جګړو ستړی دی او په هر قیمت د سولې د راتګ تږی دی، واده یې کړی او د واده ثمره یې دوه اولادونه یو زوی او یوه لور دي، د زوی نوم یې ابوبکر او د لور نوم یې بي بي هاجره ده. نوموړی غواړي په خپلو اولادونو د عصري علومو تر څنګ دیني زدهکړې هم وکړي څو ټولنې ته د خدمت جوګه شي.
عثماني وایي د ژوند تر ټولو خوږه او مرستندویه ملګرې يې مور ده، تل به یې خدمت کوي او د لوی خدای له درباره ورته د اوږده او سوکاله عمر غوښتونکی دی.
نوموړی وایي د ژوند تر ټولو خوږه خاطره يې د ماسټرۍ د سند اخیستل و: ((د ماسټرۍ سند اخیستل مې هغه څه و چې ما یې خوب هم نه و لیدلی.))
عثماني په ماشومتوب کې د والیبال له لوبې سره زیاته مینه لرله خو وایي ډېر کله يې کورنۍ د دې لپاره د ده د لوبو کولو مزاحمت کولو چې خپل درسونه ووايي: ((په کور کې به یې راته ویل چې درس ووایه او یا هم کار وکړه خو زه به په پټه تلم او د کلي له هلکانو سره به مې د والیبال لوبه کوله.))
نوموړی اوس هم د دغه لوبې سره زیاته علاقه لري خو له کله چې استاد شوی، مصروفیت يې زیات شوی، لوبې کولو ته وخت نه مومي، ځکه نوموړی په لوړو زدهکړو وزارت کې د کانکور د کمېتې غړی هم دی.
د عثماني چاپي اثار
ـ د Honey bees تر عنوان لاندې د ماسټرۍ پروګرام تیزس
ـ د میکروارګانیزمونو رول په ایکوسیستم کې تر عنوان لاندې علمي مقاله د کابل پوهنتون په علمي مجله کې نشر شوې ده.
ـ هغه انساني ناروغۍ چې د پروتوزا په واسطه منځ ته راځي تر عنوان لاندې علمي مقاله د بغلان پوهنتون په علمي مجله کې نشر شوې ده.
ـ د کیمیاوي توکو په واسطه د میکروارګانیزمونو کنترول علمي مقاله د پکتیا پوهنتون په علمي مجله کې نشر شوې ده.
ـ د میوې د مګس میوټیشن تر عنوان لاندې تحقیقي او علمي رساله
او یوه بله علمي مقاله تر چاپ لاندې ده چې تراوسه نه ده چاپ شوې.

 

شريکولShare on FacebookShare on Google+Tweet about this on TwitterShare on LinkedIn
ایمیل *
نوم *
ستاسو څرګندونې *