د امريکا د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ټوېټر اکاونټ پرون د ۱۱ دقيقو لپاره تړل شوی و.
ټوېټر شرکت د دې خبر په تاييد سره ويلي، يو کار کوونکي يې، چې د کار وروستۍ ورځ يې وه، د شرکت له پرېښودو وړاندې د ټرمپ ټوېټر اکاونټ غير فعال کړ.
د سرچينې په خبره، په دې اړه يې څېړنې پيل کړي، ترڅو دا کار دوباره تکرار نه شي.
سپينې ماڼۍ تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.
د امريکا جمهور رئيس په ټوېټر کې ډېر فعال دی او ميليونونه کسان يې مطالب لولي.