د امريکا استخباراتو د القاعده شبکې او د دې شبکې د بنسټ اېښودونکي اسامه بن لادن اړوند نور اسناد خپاره کړل.
د امريکا د استخباراتو مرکزي اداره يا سي ای اې په تازه اسنادو کې د القاعده شبکې په اړه چې د چهارشنبې په ورځ خپاره شول، ليکونه، فلمونه، غږيز او ويډيويې فايلونه، د القاعده شبکې اړيکې او عادي کورني مکاتيب شامل دي.
دې ادارې د دغو اسنادو برېښنايي لېنکونه هم پر خپله وېبپاڼه خپاره کړي دي، څو ټول خلک وکولی شي دې اسنادو ته لاسرسی ولري.
دوی وايي، دغه اسناد يې په ۲۰۱۱ ميلادي کال کې د پاکستان په ايبټاباد سيمه کې د اسامه بن لادن پر کور د امريکايي ځانګړو ځواکونو د بريد پر مهال ترلاسه کړي، چې ځينې برخې يې وړاندې خپرې شوې وې.
د امريکا د استخباراتو مرکزي ادارې پر خپله ويبپاڼه د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې د دغو اسنادو په خپرېدو سره د بنلادن اړوند يوازې هغه دوسيې محرمې پاتېږي، چې د خپرېدو حق يې خوندي دی.
د سي ای اې مشر مايک پامپيو ويلي، د ده اداره به په نورو فرصتونو کې هم هڅه وکړي چې د ملي امنيت د ملاتړ په برخه کې د خپلو ژمنو په پام کې نيولو سره، د امريکا له خلکو سره معلومات شريک کړي.