ads

جمهور رييس غني د سيمې د وضعيت په اړه له توماس ډريو سره خبرې کړي

جمهوررئيس محمداشرف غني د سيمې د وضعيت، سولې او ثبات او له پاکستان سره د افغانستان د اړيکو په اړه پاکستان لپاره د برېتانيا عالي کمېشنر توماس ډريو سره په ارګ کې خبرې وکړې.

نویسنده: sarwan
11 لړم 1396
جمهور رييس غني د سيمې د وضعيت په اړه له توماس ډريو سره خبرې کړي

جمهوررئيس محمداشرف غني د سيمې د وضعيت، سولې او ثبات او له پاکستان سره د افغانستان د اړيکو په اړه پاکستان لپاره د برېتانيا عالي کمېشنر توماس ډريو سره په ارګ کې خبرې وکړې.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې د توماس ډريو له قوله راغلي، چې د جنوبي اسيا او افغانستان په اړه د امريکا د نوې ستراتيژۍ له اعلان وروسته رامنځته شوي فرصتونه د درک وړ دي او ښه ده چې په تدبير ورڅخه ګټه واخيستل شي.
هغه زياته کړه، په افغانستان او سيمه کې د ثبات د ټينګښت لپاره بايد په هره برخه کې هر اړخيز بحثونه وشي.
په ياده ليدنه کې جمهوررئيس غني وويل، د امريکا متحدو ايالتونو نوې ستراتيژي په ريښتيا چې مناسب فرصت رامنځته کړی او بايد هدفمنده استفاده ورڅخه وشي. هغه زياته کړه له پاکستان سره د سولې لپاره دې د موخو او ټاکلو اقداماتو په تشخيص سره د لارې منظمه نقشه جوړه شي.
جمهوررئيس څرګنده کړه، افغانستان په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته تيار دی او د سيمې هېوادونو اړيکې بايد د پېش بينۍ وړ، مثبتې او تلپاتې وي.
د دې کتنې په پای کې د پاکستان لپاره د برېتانيا عالي کمېشنر توماس ډريو وويل: (( مونږ خپلو هڅو ته دوام ورکوو، ترڅو له رامنځته شويو فرصتونو څخه د افغانستان او سيمې د سولې او ثبات لپاره اعظمي استفاده وشي.))

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA