د بلوچستان د ازادي غوښتونکي ملي غورځنګ او د بلوڅو محصلينو ټولنې ويلي، چې پاکستاني پوځيانو د يوه بلوڅ ازادي غوښتونکي مشر الله نذر بلوڅ مېرمن او ماشومان نيولي او په اړه يې هېڅ راز معلومات چا ته نه ورکوي.
د بلوچستان بېلتون غوښتونکي او د بشري حقونو ډلې وايي، د پاکستان پوځ او پوځي استخباراتو تر دې پخوا هم په ځلونو د بلوچستان د خپلواکي غوښتونکو د کورنيو غړي نيولي، بې محاکمې يې وژلي او د بدن غړي يې ور ټوټه کړي دي.
د بلوچستان د ملي غورځنګ وياند کچکول علي وويل، د الله نذر بلوڅ مېرمن او درې ماشومان او د دوی د کورنۍ درې نورې ښځې په کوټه کې نيول شوې او نامعلوم لوري ته بېول شوې دي.
نوموړي له ملګرو ملتونو او د بشري حقونو له ادارو په کلکه وغوښتل، چې د الله نذر بلوڅ د کورنۍ د غړو د موندلو لپاره د پاکستان پر حکومت فشار راوړي.
بلخوا پاکستاني چارواکو د درېيو ښځو پر نيولو اعتراف کړی، خو د هغوی د هويت په اړه يې له څه ويلو ډډه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ