ads

له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو د لومړۍ جوپې بېړۍ چابهار ته ورسېده

له افغانستان سره د هند د مرسته شوو غنمو د لومړۍ جوپې بېړۍ نن سهار د ایران چابهار بندر ته ورسېده.
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویاند مسافر قوقندي وايي، چې دغه غنم به له بېړۍ تر کښته کولو وروسته ډېر ژر افغانستان ته را ولېږدول شي.
په یادې بېړۍ کې ۱۵ زره ټنه غنم راوړل شوي دي.

نویسنده: sarwan
10 لړم 1396

دا په داسې حال کې ده، چې په تهران کې د افغانستان سفیر نصیر احمد نور له يو شمېر ایراني او هندي چارواکو سره یو ځای له چابهار بندر څخه لیدنه وکړه.
تېر کال افغانستان، ایران او هند درې اړخیز هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې له مخې یې کابل او نوې ډېلي کولای شي خپل تجارتي مالونه د چابهار بندر له لارې یو بل ته ولېږدوي.
څو ورځې وړاندې د افغانستان او هند د بهرنیو چارو وزارتونو له یاد بندره ګډه ګټه اخیستنه د خپلو اړیکو د نږدېوالي او اقتصادي پراختیا لپاره مهمه وبلله.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA