ads

د بغلان بُرکې ولسوالۍ کې ۳۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په بُرکې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

نویسنده: sarwan
10 لړم 1396
د بغلان بُرکې ولسوالۍ کې ۳۱ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د بغلان امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په بُرکې ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ جګړه کې لسګونو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع تېره ورځ خبري غونډې ته وويل، چې له دوو ورځو راهيسې په بُرکې ولسوالۍ کې سخته جګړه روانه ده.
هغه زياته کړه، چې تراوسه د جګړې په ترڅ کې ۱۴ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۷ تنه نور ټپيان دي.
د سريع په وينا، په وژل شوو کې د قاري ستار او قاري عبدالوهاب په نومونو د طالبانو دوه سرګروپان هم شامل دي.
نوموړي په نښته کې امنيتي ځواکونو ته د اوښتو زيانونو په اړه څه ونه ويل.
د بغلان امنيه قوماندان خبرداری ورکړ، چې د دولت وسله وال مخالفين به په دغه ولايت کې د زياتو تلفاتو له ورکولو پرته بله لاسته راوړنه ونه لري او يوازينۍ لاره دا ده، چې له تاوتريخوالي لاس واخلي او د سولې بهير سره يو ځای شي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA