ads

جلال اباد کې د کليوالي صنعتونو د پراختيا په هدف درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو

د ننګرهار ولايت په مرکز جلال اباد ښار کې د سې شنبې په ورځ د کليو د بيارغونې او پراختيا رياست له لوري د کليوالي صنعتونو د پراختيا او بازار موندنې په هدف درې ورځنی نندارتون پرانيستل شو.

نویسنده: sarwan
10 لړم 1396

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د دغه نندارتون په اړه وويل، په ۳۰ غرفو کې شاوخوا ۷۰ قلمه بېلابېل کورني توليدات نندارې ته اېښودل شوي، چې يوازې ۱۷ غرفو کې د مېرمنو له لوري جوړ شوي لاسي توکي نندارې ته وړاندې شوي دي.
نوموړي زياته کړه، هغه کسان، چې په غرفو کې يې خپل وطني توليدات نندارې ته وړاندې کړي، تر دې وړاندې په هېواد کې او له هېواده بهر د بازار موندنې او نورو برخو کې روزل شوي دي.
منګل پر ټولو هېوادوالو په ځانګړي ننګرهار مېشتو وګړو غږ وکړ، چې له خپلو توليداتو څخه په دفترونو، کورونو او نورو برخو کې ګټه واخلي.
د ننګرهار د کليو د بيارغونې او پراختيا رئيس مجيب الرحمن ضياء وويل، د نندارتون هدف په دغه ولايت کې کليوالي صنعتونو ته وده ورکول او د هېوادوالو هڅول دي، ترڅو د خپل هېواد له محصولاتو او صنايعو ګټه پورته کړي.
د يادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم په ننګرهار کې د وطني توليداتو بېلابېل نندارتونونه پرانيستل شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA