ads

هرات کې۴۰ شنې خونې جوړېږي

چارواکي وایي، د هرات په بېلابېلو ولسوالیو کې د ۴۰ شنو خونو د جوړېدو طرحې د والي محمد اصف رحیمي له لوري منظورې شوې.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد کلید ته وویل، چې يادې شنې خونې په ټول هرات کې جوړېږي، خو یوازې ۹ شنې خونې به په ګذره ولسوالۍ کې جوړې شي.

نویسنده: sarwan
9 لړم 1396

فرهاد د دغو شنو خونو د لګښت په اړه څه ونه ویل، زياته يې کړه، چې دې شنو خونو ټول لکښت د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ ریاست او د مرستندویو موسسو له لوري ورکړل کېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د هرات سیمه ییزو چارواکو تېره ورځ د یاد ولایت د پنبې د تولیداتو د فابریکي څخه لیدنه وکړه او د سوداګرۍ او صنايعو وزارت له مسوولينو څخه يې د دغې فاریکې د بیارغونې غوښتنه وکړه، چې د فابريکې د کار په پيل سره به سلګونو ښځو او نارینه وو ته د کار زمینه برابر شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA