ads

هلمند کې روان عمليات وارزول شول

د هلمند د والي حيات الله حيات په مشرۍ د يکشنبې په ورځ د نظامي شورا جوړه شوې غونډه کې د روانو عملياتو ارزونه او د نوو عملياتو لپاره پر پلانونو هر اړخيزې خبرې وشوې.

نویسنده: sarwan
8 لړم 1396
هلمند کې روان عمليات وارزول شول

د هلمند د والي حيات الله حيات په مشرۍ د يکشنبې په ورځ د نظامي شورا جوړه شوې غونډه کې د روانو عملياتو ارزونه او د نوو عملياتو لپاره پر پلانونو هر اړخيزې خبرې وشوې.
د هلمند ولايت د رسنيو دفتر وايي، د نظامي شورا غونډه کې د نادعلي او ګرشک ولسواليو ترڅنګ د لښکرګاه اړوند سيمو کې پيل شوي عمليات بريالي او له پراخو لاسته راوړنو ډک وبلل شول، د لا اغېز لپاره يې لازمې سپارښتنې وشوې او دغه راز په يو شمېر نورو سيمو کې د پوځي عملياتو پر نوو پلانونو هر اړخيزې خبرې او پرېکړې وشوې.
د سرچينې په وينا، غونډه کې وويل شول، چې روان عمليات د ګډو ځواکونو له لوري د هوايي همکاريو په ملاتړ په احتياط سره پر مخ روان دي، ترڅو امنيتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم زيان وا نه وړي.
سرچينه زياتوي، چهانجير او بشران سيمو کې تصفيوي عمليات په برياليتوب سره دوام لري او ګڼ ځايونه د وسله والو مخالفينو له شتونه پاک شوي دي.
د نظامي شورا غونډه کې د ۲۱۵ ميوند قول اردو قوماندان تورن جنرال ولي محمد احمدزي، د ۵۰۵ بُست زون قوماندان مل پاسوال غلام داود تره خېل، د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالغفار ساپي او يو شمېر نورو امنيتي منسوبينو ګډون درلود.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA