ads

نن کابل کې د افغان او روسي سوداګرو ترمنځ ګډه غونډه جوړېږي

د افغانستان او روسيې د سوداګرو او پانګه والو ګډه سوداګريزه غونډه نن په كابل كې جوړېږي.
د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې وياند صيام الدين پسرلي کليد ته وويل، چې د غونډې ګډونوال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګريزو اړيکو پر پياوړتيا خبرې وکړي.

نویسنده: sarwan
8 لړم 1396

نوموړي زياته کړه، په دې سوداګريزه غونډه کې ۲۷ روسي او شاوخوا ۵۰ افغان سوداګر ګډون او دواړه لوري د سوداګريزو اړيکو پر پراختيا خبرې کوي.
د پسرلي په وينا، روسي سوداګر او پانګه وال غواړي په افغانستان کې د صنعت، کانونو، کرنې او بانکدارۍ په برخو کې پانګونه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA