امنيتي چارواکي وايي، د کندوز ولایت خان اباد ولسوالۍ کې وسله والو طالبانو پر یوې امنیتي پوستې وسله وال برید کړی.
د دې ولایت د خان اباد ولسوالۍ ولسوال حیات الله امیري کلید ته وویل، چې ياد بريد تېره شپه شاوخوا درې بجې د دوکان ادم خان په سیمه کې د ملي پولیسو پر یوې امنیتي پوستې شوی، چې په ترڅ کې يې د یادې پوستې ۱۳ تنه ملي پولیس وژل شوي او يو تن بل په تېښته بریالی شوی دی.
د کندوز ولایت امنیې قومندان جنرال عبدالحمید حمیدي هم د خپلو ۱۳ تنه پولیسو د وژلو خبر تایدوي خو زیاتوي، چې د تېرې شپې په برید کې وسله والو طالبانو ته هم سخته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د ده په خبره، په دې نښته کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې د یو مهم قومندان قاري الله نور په ګډون ۳ تنه وژل شوي دي.
خو د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بيا رسنیو ته په یوه لېږل شوي پیغام کې ویلي، په یاده امنیتي پوسته کې ۱۷ تنه پوليس موجود وو، چې ټول يې وژلي دي.